په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د جمعې ورځې په خبرو کې پر اوربند او د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې شوې او نن هم په همدې تړاو خبرې روانې دي. رسنیو د دوحې خبرو ته د نږدې سرچينو له قوله ويلي، امریکايي چارواکو منلې چې ځواکونه به يې له افغانستانه ووځي. سرچینې ويلي امریکايي چارواکو طالبانو ته د اوربند خبره مطرح کړې خو طالبانو ترې د امريکايي ځواکونو د ايستلو ټاکلې نېټه غوښتې ده. د راپور له مخې، زلمي خليلزاد طالبانو ته له افغان حکومت سره د خبرو کولو ويلي خو طالبانو دې خبرې ته ځواب نه دی ويلی. د زلمي خلیل زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تېرې دوشنبې په ورځ پېل شوې چې نن هم دوام لري. د راپورونو له مخې د پاکستان او قطر سفارتونو هم په خبرو کې برخه اخستې ده. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکول کېږي، خو تر اوسه نه زلمي خليلزاد او نه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.




































