د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې چاودنه نن سهار نهه بجې او ۱۵ دقیقې د څلورمې ناحيې اړوند د عيدګاه جومات تر څنګ شوې ده. هغه زياته کړه، د چسپکي ماين دا چاودنه د اريا ماين پاکۍ موسسې پر يوه موټر شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي هم دي. د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله ماخېل وويل چې دوى ته يو سطحي ټپي ور وړل شوى دى. خو په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې د موټر چلوونکى ټپي او په کې ناسته يوه پېغله نجلې وژل شوې ده. يوې بلې سرچينې ويلي چې ياده نجلۍ د موسسې د يوه مسوول لور وه چې په موټر کې پوهنتون ته روانه وه. تر اوسه د دې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.




































