د ملي شورا اداري پلاوی او ځیني غړي وایي، قطر کې د سولې په روانو خبرو کې باید د افغانانو هویت او ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وشي. په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې لا هم دوام لري، د مشرانو جرګه وایي، دا خبرې به هله مثبتې پایلې ولري چې د افغانانو د رضایت او غوښتنو سره سمې وي. د یادې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي که څه هم د دغو خبرو له دوامه خوښ دی، خو په خبره یې تر کومه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ونه شي، د قطر خبرې به د پام وړ پایلې ونه لري. صدیقي وویل، د قطر په خبرو کې د افغانانو هویت او ملي ګټو ته پاملرنه یو حتمي امر دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب استازو ترمنځ خبرې شپږمې ورځې ته غځېدلې دي.