په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو شپږ ورځنۍ خبرې درې ورځې وځنډول شوې، خو هېڅ داسې توافق ونه شو چې رسمي اعلان شي.
مسیر ورځپانې ته د طالبانو د قطر دفتر سرچینو ویلي چې ټاکل شوې وه، څو د امریکايي ځواکونو وتل او پر اوربند هوکړه اعلان شي، خو ستونزه هغه وخت پیدا شوه چې خلیلزاد د اوربند لپاره د افغان حکومت را ګډېدل او له هغوی سره هم توافق شرط وګاڼه. دواړو لورو پتېیلې وه چې امریکا به د ځواکونو د وتلو اعلان کوي او طالبان به یې په بدل کې اوربند کوي.
سرچینې زیاته کړه چې خلیلزاد طالبانو ته ویلي: «جګړه ستاسې او حکومت ترمنځ ده، که موږ اوربند اعلان کړو او حکومت پکې نه وي، عملي به نه شي، نو د دې لپاره چې اوربند اعلان شي، باید حکومت هم توافق وکړي او د توافق لپاره له حکومت سره د خبرو اړتیا ده».
طالبانو د خلیلزاد دا غوښتنه نه ده منلې او هغه ته یې ویلي چې زموږ او ستاسې ترمنځ باید توافق وشي او تاسې بیا دا توافق پر حکومت ومنئ، خو خلیلزاد دا خبره هم رد کړې ده. په دې سره د دواړو لورو ترمنځ توافق ونه شو او خبرې د دری ورځو لپاره وځنډې او په دې تړاو اعلامیه هم خپره نه شوه.
ټاکل شوې وه چې دواړه لوري ګډه اعلامیه خپره کړي، خو هېڅ داسې توافق نه و چې وروستی شوی وي، نو ځکه ګډه اعلامیه هم خپره نه شوه.
یادې سرچینې مسیر ورځپاڼې ته ویلي چې په خبرو کې نور پرمختګونه هم شوي دي، خو د ټولو پرمختګونو پر وړاندې اساسي خنډ دا و چې لا هم امریکايي لوري له افغان حکومت سره پر خبرو ټینګار کاوه او د ډېری توافقاتو عملي کول یې له حکومت سره له خبرو پرته ناشوني ګڼل.
د قطر غونډه پای ته رسېدلې ده او ټاکل شوې چې دواړه لوري شوي پرمختګونه له خپلو مشرانو، اړوندو برخو او نورو هغو اړخونو سره شریک کړي چې په دې چاره کې ښکېل دي.
د مسیر سرچینې وايي چې درې ورځې وروسته به دواړه لوري بیا خبرې پیل کړي او ښايي دا هغه مرحله وي چې پر ځینو مسایلو پکې توافقات هم وشي.