د دغه ولایت د کلیو او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د بزګرۍ، اوبو رسونې، د لارو جوړول او د لرې پرتو سیمو د نښلولو ۴۷ پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د یاد ولایت د کلیو او بیارغونې رییس عزیزالله پويا اوا ته ويلي: «دغه ریاست له اړمنو سره د مرستې، د هغوی د ستونزو د پای ته رسولو او همدا راز د بزګرانو د ودې په موخه ۴۷ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.»
عزیزالله پویا زیاته کړې، د ۱۳۹۷ لمریز کال په پروژو کې، د سړکونو او استنادي دېوالونو بیا جوړونه، د اوبو رسولو شبکې، پلچکونه، د څښاک د څاګانو ایستل، د ښوونځیو د تعمیرونو بیارغونه، پلونه او روغتیايي مرکزونه شامل وو چې د ۵۱۸ میلیونو افغانیو په مالي لګښت یې د جوړنې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.