د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي زلمي خلیلزاد ورته هیله بښونکې خبرې لرلې دي. مایک پمپیو د افغان سولې په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي چې وروستۍ خبرې هیله بښوونکې دي او زلمی خلیلزاد له لاس ته راوړنو سره ستون شوی دی. دده په خبره امریکا د افغان سولې لپاره جدي ده او په دې برخه کې به هر اړخیز او اړین ګامونه اوچتوي. ددې تر څنګ نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو خلاف ده او ددغه ډلو پر ضد به جګړې ته ادامه ورکوي. دده په وینا په افغانستان کې به د ترهګرۍ په ځپلو کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي خو د سولې لپاره د امریکا هڅې روانې دي. پمپیو دا نه دي ویلي چې زلمي خلیلزاد څه ورته ویلي خو په وینا یې د افغان سولې خبرې هیله بښونکې دي او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره شي.