د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون کونړ ته تللی و او هلته یې له ځایي افغان پوځیانو سره لیدلي دي. نوموړي په خاص کونړ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو هغه ټولې ډلې د افغان پوځیانو له لوري ځپل کېږي چې سولې ته نه تیارېږي. اسد الله خالد ویلي افغان پوځیان پیاوړي دي او له خپلې خاورې ددفاع وړتیا لري، خو دا چې افغان حکومت د سولې لپاره ګامونه اوچت کړي دوی هم د هغو ډلو پر وړاندې له نرمۍ کار اخلي چې د سولې لار خپلوي. هغه په خاص کونړ کې پر خلکو او ولسونو غږ کړی چې له خپل پوځ سره همکاري وکړي او دده په خبره د ملي اردو ځواکونه ددوی د امنیت لپاره تیار دي.