د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یامامتو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې به پراخ اصلاحات راولي. سرور دانش وايي، حکومت د راتلونکو ټاکنو د شفافیت لپاره اصلاحاتو ته ژمن دی نو له همدې امله یې له ټولو اړخونو سره تر مشورې وروسته یوه جامع او هر اړخیزه طرحه جوړه کړې ده چې ډېره ژر به عملي شي. د یوناما مشر هم په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې ټاکنیز اصلاحات د شفافو ټاکنو تظمین کوي. دده په خبره ملګري ملتونه د هغو ټاکنو ملاتړ کوي چې د اصلاحاتو پر بنسټ تر سره شوې وي او د خلکو حقوقو ته پکې درناوی وشي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښایي په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته شي. ولسمشر هم د یوه فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړي دي.