د پراخې اورلګېدنې په ترڅ کې د کابل ښار په منډوي کې د میلاد، داوي او ریحان په مارکېټونو کې ګڼو هټیو ته زیان رسېدلی دی. په میلاد مارکېټ کې یوه هټیوال ویلي، دا اورلګېدنه اوس هم دوام لري خو اصلي لامل یې نه دی معلوم شوی. هغه زیاته کړه، اورلګېدنه لومړی د میلاد مارکېټ په یوه دوکان کې پیل شوه او وروسته ټول مارکېټ او بالاخره داوي او ریحان مارکېټونو ته هم وغځېده. نوموړي وویل، د اور وژنې عمله پر وخت رسېدلې خو اورلګېدنه زیاته ده او تر اوسه دوام لري. په دغو مارکېټونو کې بوټ، وچه مېوه او جامې پلورل کېږي.