پخواني ولسمشر حامد کرزي د وسله والو طالبانو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو هرکلی کړی دی. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، حامد کرزی د طالبانو د تحریک او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو هرکلی کوي. سرچینه کاږي چې سوله د هېواد او هېوادوالو اساسي لومړیتوب دی. هغه دغه راز په هېواد کې پر اوربند ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرې هغه وخت مثبته پایله لرلی شي چې په هېواد کې د وینې بهول پای ته ورسېږي، ملي وحدت ټینګ او د افغانستان خپلواکي زیانمنه نه شي.