د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر د سولې برخه کې پر شویو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، دوی په دې برخه کې د طالبانو او امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د روانو خبرو هرکلی کوي. د نوموړي له دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، هغه خبرې چې په همدې اړه د قطر په پلازمینه کې پیل شوې وې د وروستیو راپورونو له مخې پکې ښه پرمختګونه شوي دي او دوی یې کلک ملاتړ کوي. سرچینه کاږي سوله لومړیتوب دی او دوی په دې برخه کې له هر هغې هڅې ملاتړ کوي چې هېواد سولې ته نږدې کوي. د سرچینې په وینا دوی په دې برخه کې روانې هڅې په ټولې هیله مندۍ تعقیبوي. سرچینه کاږي د افغان کشالې یوازینی حل بین الافغاني خبرې دي خو په وینا یې په دې اړه د حکومت دریځ باندې شکمن دي. اعلامیه کې وړاندې راغلي چې حکومت باید په دې برخه کې روانې هڅې په پوره جدیت وڅاري. دوی دغه راز له طالبانو هم غواړي چې له بین الافغاني خبرو ملاتړ وکړي او په رښتیا وښیي چې د هېواد ملي ګټې ورته مهمې دي. د سرچینې په خبره، په هېواد کې سراسري سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره سیاسي اجماع ده او دوی د همدې اجماع د رامنځته کولو په موخه هر اړخیزې هڅې کوي.