د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې اسانه نه وې، خو پاکستان یې د اسانه کولو په برخه کې سخت کار کړی او پرمختګ هم په کې شوی دی. قریشي زیاته کړې ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ستونزې شته دي، پاکستان، افغانستان او امریکا کولی شي دا ستونزې سره هوارې کړي. ده وړاندې ویلي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هوډ نلري او افغانان باید خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر په دوحه ښار کې له طالب پلاوي سره تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته، پر خپله ټوېټر لیکلي چې دغه شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.