په شمال ختيځ زون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول ملا محمد غلام ملاخېل پرون ازادي راډیو ته ویلي، دوی د دې پروژې له لارې د کندوز په مرکز او ځینو ولسوالیو، لکه: خان اباد، چهار درې، ګل تپې او امام صاحب کې د انګورو بڼوالو لپاره د ممیزو ۳۵ عصري او معیاري خونې جوړې کړې دي.
د نوموړي زیاته کړې، دا خونې د ۱۵ میلیونو افغانیو په مالي لګښت جوړې شوې دي چې هره یوه یې په یو وخت د ۱۴ ټنه انګورو د وچولو وړتیا لري.
د کندوز د مرکز او یادو ولسوالیو بزګران، د حکومت له یاد اقدام څخه هرکلی کوي او وايي، که یې حکومت حاصلاتو ته په وخت بازار پيداکړي یا د خرابېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي، د دوی حاصلات به نور هم ورسره زیات شي.