له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته به په افغانستان کې جګړه ختمه شي. واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د افغان جګړې په اړه په یوه اوږده مقاله کې لیکي چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې مهم پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. د سرچینې په وینا له دغه ډلې سره د سولې هوکړه به ددې سبب شي چې په افغانستان کې نږدې شل کلنه روانه جګړه پای ته ورسېږي. ورځپاڼه لیکي امریکایي چارواکي او طالبان دواړه دې ته هیله من دي چې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي نو دا نږدې ده چې افغان جګړه پای ته ورسېږي او په افغانستان کې دایمي ثبات ته لار هواره شي. ورځپاڼه همدا راز لیکي چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او طالبانو ته هم په کار ده چې مخامخ له افغان حکومت سره د مذاکراتو او خبرولړۍ پیل کړي.