د طالبانو او امریکا د خبرو بل پړاو د فبرورۍ په ۲۵مه پيلېږي. رویټرز خبري اژانس ته طالب سرچینو ویلي چې د راتلونکې میلادي میاشتې په ۲۵مه به د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو بل پړاو پيل شي. د سرچینې په وینا طالبانو او امریکا د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده چې له همدې امله به په راتلونکې میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د افغان جګړې د پای ته رسولو او سولې راوستلو په اړه بله غونډه وشي. رویټرز ته د قطر دفتر سرچینو همدا راز ویلي چې طالبان او امریکا پخپلو کې ځینو هوکړو ته هم سره رسېدلي دي خو د نهايي کولو لپاره یې د راتلونکې میلادي میاشتې د ۲۵مې خبرو ته منتظر دي. تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد او طالبانو هم ویلي وو، چې تر څو ورځې ځنډ وروسته به د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو پيل شي. خلیلزاد ویلي هڅه کوي چې طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته سره کېنوي.