پاکستان وايي پر ډيورنډ کرښه یې ۹۰۰ کیلومتره اغزن سیم لګولی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور وایي دوی توانېدلي چې پر ډیورنډ کرښه ۹۰۰ کیلومټر اغزن سیم ولګوي او په دې توګه د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې چې دغه پروژه د ټولې کرښې لپاره ده خو د ۲۰۱۸ کال تر پایه یوازې ۹۰۰ کیلومتره سیمه په اغزن سیم پوښل شوې ده. نوموړي ویلي چې د اغزن سیم تر څنګ به پر یاده کرښه امنیتي کامرې او پوستې هم جوړوي. دده په وینا دې پروژې ټولټال اویا میلیارده ډالر لګښت لرلی دی. پاکستانی پوځ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده او افغانانو ته د رسمي پولې ارزښت نه لري. افغان حکومت هم په ځلونو د پاکستان دغه کار غیر قانوني بللی دی خو پر وړاندې یې جدي غبرګون نه دی ښودلی.