د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې ډلې یو مهم مشر او په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی رئیس ملا برادر اخوند تر اوسه قطر ته نه دی تللی، خو په یو مناسب وخت کې به هلته لاړ شي او خپل نوی مسوولیت به پر غاړه واخلي. تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګواکې ملا برادر وار د مخه قطر ته رسېدلی او هلته یې له امریکایي پلاوي سره په مخامخ خبرو کې برخه اخیستې ده. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ملا برادر قطر ته نه دی تللی، خو دوحه کې د دوی یو با صلاحیته پلاوی موجود دی چې خبرې پر مخ بوځي. هغه ویلي، لا په دې اړه څه نشي ویلای چې له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د راتلونکې ناستې مشري به ملا برادر کوي او که بل څوک. طالبانو څو ورځې وړاندې ملا برادر په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوی رییس او همدا راز په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر سلاکار وټاکه.