د المان د اقتصادي او پراختیايي همکارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د افغان زده کوونکو د تغدیې په برخه کې یې د مرستې په موخه د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه ډالر ورکړي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې ټاکل شوې دغه مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنو ټولنو او همداراز د ابتدایي ښوونځيو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شي. دغه سازمان په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې المان یو د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی، چې په افغانستان کې یې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره تر ټولو ډېرې مرستې کړي دي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې شاوخوا ۷۸ میلیونه یورو ته رسېدلې دي.