د سرپل ولایتي چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې څه باندې ۳۲۳ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي. د دغه ولایت د سیمییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې ښاروالۍ ۴۶ میلیونه افغانۍ، کرنې ریاست څه باندې ۱۹ میلیونه، د پاسپورتونو د وېش له لارې څه باندې ۱۳۳ میلیونه او د ترافیکو مدیریت له لوري نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. د لسګونو وړو او لویو پروژو پلي کېدل، له فساد سره مبارزه، د خلکو د ستونزو هوارول، په قانوني ډول د کانونو استخراج د ولايتي ادارې ځينې نورې لاسته راوړنې دي.