د کابل ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د ښار په ۳ ناحیو کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د سړک جوړولو درې پروژې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې د کابل ښار په ۳مه ۱۰مه، او ۱۴مه ناحیه کې بشپړې شوې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په ښار کې د ښه نظم د راوستلو او ښاریانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دغه راز له کابل ښاریانو څخه یې هم وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښار د پاکوالي او سمسورتیا په برخه کې دې خپل مسئولیت ترسره کړي. دکابل ښاروالۍ د تېر مالي کال په بهیر کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۰۹ کوچنۍ او لویې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي او د دې ترڅنګ اوس مهال هم د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۲۰ پروژو رغنیزې چارې دوام لري.