د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر اوچا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷ کسان مړه او سلګونه کورونه زیانمن شوي دي. دخبر پاڼې له مخې د هېواد په شمال کې فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او دایکندي ولایت د هېواد په مرکزي ولایتونو کې تر ټولو اغېزمنې سیمې بلل شوي دي. خبر پاڼه زیاتوي، چې په دغو اورښتونو کې ۳۸۴ کورنۍ په شدیده توګه زیانمن شوي دي. اوچا د سرپرست حکومت په همغږۍ او د خپلو بشردوستانه شریکانو په همکارۍ سره له زیانمنو کورنیو سره د مرستو د ژمنو ترڅنګ ویلي، چې په ځینو سیمو کې د پلونو د ویجاړېدو له امله زیانمنو سیمو ته لاسرسی نه لري. اوچا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې د تېرو دوو ورځو په اورښتونو کې څه باندې یو نیم زر جریبه کرنیزې ځمکې هم تخریب شوې دي.