د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبر ورکړی، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ککړ هېواد دی. یونېسف دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې په غزني کې د ماین چاودنې په وروستۍ پېښه کې ۹ ماشومان وژل شوي دي. یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ( موږ د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.) یونېسف دغه راز د ماین پاکولو د هڅو، د ماین د ګواښونو د زده کړې او له قربانیانو سره د مرستې، همکارۍ او ملاتړ ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د څو کلنو جګړو له امله اوس هم په ګڼو سیمو کې ماینونه او ناچاوده توکي شتون لري، چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.