د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي، ستونزو د کچې د کمښت او دې ستونزو ته د حللارو چارو د موندلو په موخه د کار دویم ملي کنفرانس جوړوي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ددې وزارت چارواکو د کار نړیوال سازمان له تخنیکي استازو سره لیدلي او د کار دویم ملي کنفرانس په جوړولو کې یې د یاد سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې ده. سرچینې ویلي په دې لیدنه کې د کار نړیوال سازمان استازو ډاډ ورکړ چې دوی به ددې کنفرانس د لا ښه ترسراوي په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو نړیوالو سازمانونو تر منځ همغږي وکړي.