د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې تېر کال د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څه باندې ۱۰۰ زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د مسوولینو په خبره د دغو ۱۰۰ زره سیلانیانو له ډلې یې ۱۵۰۰ بهرني وګړي دي چې د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې هوډ لري په روان کال کې د ګرځندوى د صنعت د ودې او په دغه ولايت کې د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په خاطر د سېلانيانو لپاره لا زیاتې آسانتياوې برابرې کړي، چې لومړي قدم کې به په بند امیر پارک کې د غوره آسانتیاوو لرونکی یو هوټل جوړ کړي.