د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې ټينګار کړی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په دې تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په ګډون ټول غیرقانوني کډوال وباسي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې رسمي اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو چې د اې سي سي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري د ثبت او معلوماتو راټولو لړۍ پیل کړې ده. له یاد اعلان وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې پاکستان په خپلې هغې پرېکړې ولاړ دی چې له هېواده به غیر قانوني کډوال وباسي.