د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د مراجعینو شمېر د تېر په پرتله درې برابره زيات شوی دی. یاده اداره وایي، په ټول افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیایي مرکزونو سره مرسته کوي، چې په کې په خوارځواکۍ د اخته میرمنو او ماشومانو درملنه کیږي. تېر کال د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی و، چې په ټول افغانستان کې به نږدې ۸۰۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په کلینیکونو کې دا شمېر ۱،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی. یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه په لیکلي بیان کې زیاته کړې، چې وضعیت مخ په خرابېدو دی او د مرستو کمېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې په خوارځواکۍ اخته ناروغان ډیر شوي دي.