د عامي روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړېوالې ورځې په مناسبت خبرې کنفرانس کې ویلي، هېوادوالو ته د معیارې روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده ده. ډاکټر قلندر عباد ویلي، اوسمهال په ټول هېواد کې په ۴زره ۹۰۰ روغتیایي مرکزونو او ګڼ شمېر دولتي روغتونو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي. عباد زیاته کړې، هڅه کوي چې د هېواد ټول روغتونونه او روغتیایي مرکزونه په عصري طبي وسایلو سمبال کړي او د افغان روغتیایي پرسونل ظرفیتونه لوړ کړي. نوموړي له هېوادوالو غوښتي، چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي. د روغتیا نړېواله ورځ د عامه پوهاوي د لوړولو، د ناروغانو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنو او په دې برخه کې د معلوماتو شریکولو په موخه ونمانځل شوه.