پاکستان ۸۵۰ زره هغه افغان کډوالو ته چې د یو این ایچ سي ار له لوري ثبت شوي یا د ACC کارت لرونکي دي، د روانې اپرېل میاشتې تر ۱۵ مې نېټې له دې هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی، چې یوازې نن ورځ وخت لري. پاکستان دا ګواښ هم کړی که افغان کډوال تر دې وخت پورې پخپله خوښه ونه وځي، نو دوی به یې د تېر یو میلیون په زور اېستل شویو کډوالو په څېر له خپل هېواد څخه وباسي. بلخوا د سرپرست حکومت رییس الوزرا د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر ته د اختر مبارکۍ پیغام کې د دغې ستونزې د حل لپاره د تفاهم وړاندیز کړی، خو تر اوسه ورته پاکستاني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.