نن دوشنبه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده. له دې سره هممهاله، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وایي چې له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو د لومړي پړاو ترخه تجربه د دوی د وېرې او ناکرارۍ لامل شوې ده. دغه کډوال زیاتوي چې، ټول کارو بار یې په پاکستان کې دی او د پاکستان له حکومته غواړي چې نور فرصت ورکړي. بلخوا، د کډوالو ځينې استازي او د کډوالو د حقونو د برخې فعالان له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړۍوالو میثاقونو خلاف ګڼي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې سرپرست حکومت کونسلګري د دغه هېواد له حکومته غواړي چې هغه کډوال ونه باسي چې قانوني اسناد لري.