د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د روان ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو سره هممهاله نږدې ۱۸زره د ښوونځي عمر برابر نوي ماشومان ښوونځیو کې جذب شوي دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب وايي، چې یاد زدهکوونکي د هلکانو او نجونو پر ۲۸۱ ښوونځیو کې جذب شوي چې ټولو یې په ښوونځي کې د شاملېدو عمرونه بشپړ کړي دي. عرب زیاته کړه، په جذب شویو زدهکوونکو کې ۱۲زره هلکان او ۶زره نجونې شاملې دي چې له جذب وروسته دوی ته درسي کتابونه او درسي توکي هم ورکړل شوي دي.