د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال، وري میاشتې له پیل راهیسې، د هېواد په کچه څه باندې ۲۹۰ ترافیکي پېښې شوې چې په پایله کې یې ۱۴۱ کسانو خپل ژوند بایللی او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. د ترافیکو عمومي ریاست د پلان مدیر د ترافیکي څراغونو نهشتون، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي په هېواد کې د ټرافیکي پېښو مهم لاملونه بولي. یوشمېر هغه کسان چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي، وايي چې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطي له امله رامنځته کېږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو کې هېواد کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۹۴۹ کسانو ژوند بایللی دی.