په تورخم کې د کډوالو د لنډمهالي پنډغالي چارواکو ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو لپاره چمتووالی لري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پرون له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د دویم پړاو ضربالاجل ټاکلی دی. ورته مهال ځينې افغان کډوال چې اوس اوس له پاکستانه راستانه شوي، د هغه هېواد د حکومت له چلنده چې هغه ناقانونه ګڼي شکایت کوي. تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي، له پاکستانه د را ستنېدو پر مهال هم په لارو کې پاکستاني ځواکونو ځورولي. دوی خوښ دي چې خپل هېواد ته را ستانه شوي او وايي که څه هم دوی سره لومړنۍ مرستې شوي؛ خو له اړونده بنسټونو او سرپرست حکومته د دایمي سرپناه او کار روزګار غوښتنه کوي.