طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی، چې په هيواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی. د یاد وزارت مسوولينو پرون د ملګرو ملتونو تر لاس لاندې بنسټونو له مسوولينو سره په ليدنه کې ويلي چې د دې سېلابو له وجې په هيواد کې ۳۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي. طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت له اعلاميې سره سم، دې سېلابونو د ۲۳ ولايتونو اوسېدونکو ته زيان رسولی او ۶۰۰ څاروي يې تلف کړي او يو زر او ۲۳۵ کورونه يې ويجاړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا بیا د مړو شمېر ۳۲ او د ژوبلو کسانو شمېر ۴۴ اعلان کړی دی.