شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين او المان اجماع د ځینو لوېديځو هېوادونو سياسي غوغا ته پياوړی ځواب دی چې غواړي نړيوالې سولې او ثبات ته زيان ورسوي

اپریل 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په دې وروستيو کې د المان صدراعظم اولف شولز د خپلې کابينې له درېیو وزيرانو سره يو ځای د درې ورځني سفر په ترڅ کې د چين له درېيو ښارونو څخه ليدنې وکړې او په ورته وخت کې د سيمنز، بي اېم دابورو او بينز په شمول د ځينو مهمو الماني تصديو مشران هم چين ته راغلي او له څو چينايي تصديو څخه ليدنو کې يې د نوښت او همکارۍ په باب د نظريو تبادلې کړې دي. چين ته د المان صدراعظم سفر لوېديځو هېوادونو کې د پام وړ ګرځېدلی دی.

د چين د دولت رئيس شي  جين پينګ د اپرېل په ۱۶مه نېټه یعنې د شولز د سفر په وروستۍ ورځ کې په بېجينګ کې ورسره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د مقام او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله يې ور سره  غږېدلی دی. چین دې ته په اشارې سره ويلي چې چين او المان د بنسټیزو ګټو په اړه د نظريو توپيرونه نه لري، نو يو بل ته امنيتي ګواښونه نه رسوي. د چین او المان ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ ننګونه نه بلکې د دوه اړخيزو اړيکو د ثبات ضمانت او د ښې راتلونکي جوړونې  فرصت هم دی. الماني لوری هم غواړي چې له چين سره د اړيکو لاټينګېدو ته ادامه ورکړي، په بېلابېلو ساحو کې دوه اړخيز ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي او په روزنیزو او کلتوري چارو کې خپلمنځي تبادلې پرمخ یوسي چې همدا د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره ډېره مهمه ده. دواړو خواوو هم د ازادې سوداګرۍ او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ملاتړ څرګند کړی او غواړي چې له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او نړيواله سوله او ثبات خوندي وساتي.

له دغو معلوماتو څخه ښکاري چې چين او المان د ډېرو مهمو مسئلو په هکله یو شان دريځونه لري او د نړيوال پرمختګ لپاره ثابت عوامل برابرولی شي.

روان کال د چين او المان ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو اړيکو له لسمې کلیزې سره برابر دی. له اوږدې مودې راهيسې دغه اړيکې د چين او نورو لوېديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نه مخکې دي. د دواړو هېوادونو مشرانو نژدې تماس نيولی او د حکومتونو ترمنځ مشورې او په ستراتيژيکو، مالي او پولي چارو کې د ډيالوګ ميکانيزمونه هم په اغېزناکه توګه روان شوي چې همدا د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو عمده بنسټ تضمين کړی او هم د چين او اروپا ترمنځ اړيکو ته يې ثابت پرمختګ ورکړی دی.

په وروستيو کلونو کې په نړيوال جيوپوليتيک جوړښت کې ژور بدلونونه راغلي دي. د چين او المان ترمنځ اړيکې هم له ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. له چين څخه د شولز د ليدنې په موده کې ډېر سياسي شور هم راپورته شوی دی. د چين د پرمختګ د مخنيوي په تړاو د امريکا د تګلارې تر منفي اغېزو لاندې د اروپا او حتی د المان په دننه کې د تش په نامه د چين د پرمختيايي ګواښونو په اړه ناسمې خبرې هم ډېرې شوې دي. اروپايي ټولنې اوس د ستونزو د لرې کولو په نوم د چين د برېښنایي موټرو پر وړاندې د مرستندويه پيسو د ورکولو پر ضد پلټنه کړې او ځيني اروپايي خبري رسني هم په دې هڅه کې دي چې وايي المان بايد د چين پر اقتصاد تکيه کمه کړي.

خو د دوی د هڅو نتيجه څه ده؟ چين ته د شولز له سفر او په چيني بازار کې د الماني صنعتګرنو له دوامدارې پانګونې څخه ښکاري چې د چين او المان ترمنځ د اړيکو بنسټ لاهم ټينګ دی او المان د چين پر وړاندې منطقي رويه غوره کوي. د المان فدرالي حکومت پر خپلې ويبپاڼې ليکلي چې د شولز د دغه سفر عمده موضوع دواملرونکې ګډې همکارۍ دي. د دې هېواد ځينې خبري رسني په دې اند دي چې که المان غواړي د اقتصادي پرمختګ د وروالي له ننګونې سره مقابله وکړي او يا د اوکراين بحران لرې کړي، بايد له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

په اوسني حالت کې د چين او المان ترمنځ اړيکې څنګه په ثابت ډول پرمختګ ومومي؟ له يوې خوا المان پر دې ښه پوهېږي چې د چین پرمختګ د هېواد او اروپا ګواښ نه دی او د دوه اړخیزو همکاريو اهميت له سيالۍ او اختلافونو څخه زیات دی چې همدا د متقابل ستراتيژیک باور د لاټينګښت بنسټ دی. له بلې خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ بايد د پیاوړي بنسټ په څېر رول ولوبوي.

د چين او المان ترمنځ همکارۍ نه يوازې د دواړو خواوو بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټورې دي او هم به د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ لپاره لازيات خدمتونه وکړي او هغه سياسي شور ته به پياوړی ځواب هم وي چې غواړي نړيوالې سولې او ثبات ته زيانونه ورسوي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In