د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي غړی نوزات شیمشک چې کابل ته راغلی وایي، بنسټ یې هڅه کوي په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي. نوموړی وايي ډيری فعالیتونه یې په اسلامي هېوادونو کې دي او تمرکز یې د زده کړو زمېنې پر برابرولو دی او ټینګار کوي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په څو لرې پرتو ولایتونو کې هم ښوونځي او زده کړو مرکزونه پرانیزي. هغه زیاتوي چې د بنسټ د فعالیتونو موخه یې په افغان ټولنه کې د نویو زده کړو برابرول دي. بل لور ته یو شمېر ښوونکي وايي، ترکیه کولی شي له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې ښه همکار وي.