د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د محمد اغې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د بیارغونې چارې پيل شوې. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې د دغو پروژو چارې د یاد ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې نږدې ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو منظمه زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا په يادو پروژو کې د احاطې دېوالونه، د ژورو څاه ګانو کيندل، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک اوبو شبکې، د عصري او ساده تشنابونه، کانکرېټي کثافت دانۍ او نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي.