د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا سیف د چېلډرن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تیرو ۷ میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته نږدې ۲۵۰ زره افغان ماشومان هېواد ته ستانه شوي چې په بیړني ډول د خوړو او سرپناه په ګډون زده کړو ته لاس رسي ته اړتیا لري. په راپور کې ویل شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې وروسته شاوخوا ۵۲۰ زره افغان کډوال چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي افغانستان ته ستانه شوي دي. د دې ادارې لخوا د تر سره شوې سروې موندنې ښيي چې دغو ستنو شویو کډوالو ماشومانو ۶۵ فیصده یې چې په پاکستان کې په ښوونځیو کې زده کړې کولې اوس په افغانستان کې په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي.