شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان اقتصادپوه: چين بريالۍ اقتصادي پاليسي غوره کړې ده

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

اپریل 22, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په دې وروستيو کې د چين د احصاييې دولتي ادارې د روان کال د لومړۍ ربعې اقتصادي ګراف خپور کړی چې له مخې يې په همدې موده کې د چين د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاریه درې زيات شوی چې دغه رقم له اټکل څخه اوښتی دی. د ډېرو هېوادونو اقتصادپوهانو د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د دغه اقتصادي لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د چين پر راتلونکي اقتصادي پرمختګ خوشبين دي. خبريالې غاټول هم د هېواد د اقتصادي وضعيت د لا ښه والي په هکله د افغانستان له اقتصادپوه ډاکتر سيد الرحمن عمران سره مرکه کړې ده. د ده په اند د چين اقتصادي پرمختګ له بريالۍ پاليسۍ او بریالي بهرني سیاست سره تړاو لري.
د ده په نظر په وروستيو لسيزو کې چين په اقتصادي برخه کې بريالی شوی او حکومت يې پر اقتصاد تمرکز کړی او خصوصي تصديو او شرکتونو په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کمېټې د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د هېواد غير دولتي تصديو د پرمختګ په مهمو ساحو کې اقتصادي ګراف د ښه کېدو په حال کې و او يوازې د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې د چين د لويو خصوصي او شخصي صنعتي تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه اووه زیاتې شوې دي.د ښاغلي عمران په اند خصوصي او شخصي تصديو هم د چين په اقتصادي پرمختګ کې مثبت او د پام وړ رول لوبولی دی. هغه وويل چې شک نه شته چې د چین دولتي تصدۍ د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم ځای لري، خو د خصوصي او شخصي شرکتونو رول مو هم له پامه ونه غورځاوه او په وروستيو کلونو کې د خصوصي تصدیو پرمختګ ته توجه کړې ده. کله چې ځينې کسان په دولتي تصديو کې وظيفې له لاسه ورکړي، خصوصي او شخصي تصدۍ د دوی پام جذب کړی او هغوی ته فرصتونه يې برابر کړي دي. نو ویلی شو چې خصوصي شرکتونو د استخدام او د بې کارۍ کچې د کمېدو لپاره خپل مثبت رول لوبولی دی. البته د چين حکومت هم د خصوصي تصديو د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او په دې برخه کې يې ډېرې پانګې اچولې دي. نو زما په اند د چين خصوصي شرکتونه هم د دې هېواد اقتصادي وده پرمخ بيايي.
چين نه يوازې د کورنیو تصديو او شرکتونو د پرمختګ بلکې د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. دا هم د پاملرنې وړ خبره ده چې له وروستۍ مودې راهيسې د سيمنز، قوالکوم او سعودي اراماکو(Saudi Aramaco) په شمول د بهرنیو تصديو مشرانو پر له پسې توګه له چین څخه ليدنې کړې دي. که څه هم د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ عوامل لاهم ډېر دي، خو نړيواله تصدي لاهم د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبينه ښکاري. د معلوماتو له مخې بهرنیو پانګوالو د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې ۱۲زره نوي شرکتونه جوړ کړي چې دغه ارقام د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاریه اووه زياتوالی ښيي.نو ولې بهرنيو شرکتونو چين انتخاب کړی او پر چیني بازار یې باور ښودلی دی. د ښاغلي عمران په اند د چين حکومت د اقتصادي پرمختګ لپاره بريالۍ تګلاره او پاليسي غوره کړې او د بهرنيو پانګوالو لپاره يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي. هغه وويل چې لومړی چين د بهرنيو پانګوالو لپاره مناسب سوداګريز محيط برابر کړی چې هغوی په چین کې امن احساس کړی دی، دوهم د پاليسۍ د طرح کولو، عملي کولو او منعکس کولو په بېلابېلو برخو کې د بهرنيو تصديو لپاره ډېرې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې زيات نړيوال پانګوال يې راجلب کړي دي. چين په دې برخه کې ډېر بريالیتوب تر لاسه کړی. نو زما په اند د دې برياليتوب تر ټولو مهم عوامل دا دي چې چين بريالۍ اقتصادي پاليسي پلې کړې او پر اقتصادي تګلارې يې تمرکز کړی دی. زما په نظر د يوه حکومت لپاره د بريالۍ اقتصادي تګلارې او سیاست نښه دا ده چې څه ډول د نورو اقتصادي ګټې پر ځان پورې وتړي او اقتصادي وده تضمين کړي. نو د همدې لحاظه د اقتصادي پرمختګ لپاره د چین د حکومت رول څرګند دی.
د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په پراخوالي سره چين هم له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ ته په درنه سترګه ګوري. له اوږدې مودې راپدېخوا بهرنۍ سوداګرۍ د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. د معلوماتو له مخې تېر کال د چين او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت یو ميليارډه او ۳۳۰ میليونه ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر نوی تاريخي ريکاډ جوړ کړی دی. په دې اړه ښاغلي عمران داسې ويلي چې د بريالۍ اقتصادي پاليسۍ او حکومتونو يوه لويه ځانګړنه دا ده چې په اقتصادي برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او پانګوال راجلب کړي او ځاني ګټې د نړۍ له ګټو سره وتړي او بلاخره د خصوصي پانګوالو ګټې تامين کړي چې له دې لارې خپلې منافع څو چنده لوړې کړي. نو زما په اند چين د ګډو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو .سره سوداګریزو اړيکو ته پرمختګ ورکړی چې له دې کبله نور هېوادونه هم ترې برخمن کیږي

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In