د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو په ملګرو ملتونو سازمان کې سرپرست حکومت ته د افغانستان د څوکۍ د ورکړې غوښتونکی ده. سرپرست حکومت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټينکار کړی چې له افغانستان سره د روسیې مثبتې اړیکې دوام لري او روسي پانکوال هم لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په دغې لیدنه کې د مسکو په فارمټ کې د افغانستان د رسمي غړیتوب لپاره هیله څرګنده کړې