د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي، سوداګرو اړیکو او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په هکله خبرې اترې شوې دي. خبرپاڼې لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره راکړه ورکړه پراخه کړي او همدارنګه هیله یې څرګنده کړې چې قزاقستان په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي د افغانستان او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پيل مهم بللی دی. ورته مهال سریک ژومانګارین په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې ورځني ګډ سوداګریز نندارتون له پرانیستو خبر ورکړی دی.