د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولینو د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي، نړۍوال باید د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې په برخه کې دي افغانستان کې ۳۲ ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي. د چاپېریال ساتنې ادارې د پا لیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر ویلي، د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی، خو د دې پدېدې له ناوړه اغېزو څخه د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمن هېواد دی. عابد اقلیمي بدلون یوه بشري مسئله یاده کړې چې زیان یې عامو وګړو ته رسېږي، له همدې کبله باید سیاسي نه شي. نوموړي ټینګار کړی، چې د دې پدیدې ننګونو او ګواښونو ته رسېدنه د حکومتونو ګډو اقدماتو او د ښکېلو اړخونو ګډ کار ته اړتیا لري.