د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د المار ولسوالۍ په سر چشمه غلبله سیمه کې د ناروې د شاهي دولت په مالي ملاتړ او د دارت دفتر له لوري د ۲۴ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د تیموري په نامه یو ښوونځی په اساسي توګه په دوو پوړونو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره یاد ښوونځی ۱۳ درسي خونې، مجهز لابراتوار، احاطوي دېوال، د ساتونکو خونه، په فرنیچر سمبال اداري خونې، د اوبو څاه، د لوبو ميدان، او ورته نورې اسانتیاوې لري.