د کندهار ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د امین کریم په نوم د کارتن جوړولو کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره کاتنو د تولید وړتیا لري. په کندهار کې د امین کریم په نوم د کارتن جوړولو کارخونه د تېرو شلو کلنو راهيسي فعالیت لري، چې په لومړیو کې يې تولیدات په ۲۴ ساعتونو کې تر ۵۰۰ کارتنو ته رسېده، خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د یادې کارخونې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ زره کارتنو ته پورته شوی دی. د یادې کارخونې مسوولين وايي، چې د کندهار ترڅنګ د ځينو نورو ولایتونو شاوخوا ۸۰ سلنه د کارتن اړتیاوې پوره کوي.