په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې تمدید شوه. دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ پرون د کابینې په غونډه کې شوې ده. پاکستان وايي چې د دې مودې په غځولو سره کډوال کولی شي چې زدهکړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نږدې درې میلیونه او اوو لکو ته رسیږي.