پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله اته تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. دغه وزارت وايي، دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي. د یاد وزارت ویاند ویلي چې ځاني او مالي زیانونه په کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشیر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي. نوموړی وايي، د۱۴۰ کورنو د ویجاړېدو تر څنګ شل جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې او شاوخوا دېرش څاروي هم تلف شوي دي. نوموړی وايي، د تېرو درېیو ورځو پر مهال د سېلابونو له امله شل کیلومټره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.