د اقتصاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د اسيايي برخي د اړیکو رییس پیټرس اوستټوبس د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغې ټولنې له خوا افغانستان ته د ۳۰ مېلیونه یورو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دغه بنسټ مرستې د خصوصي برخې، کوچنیو سوداګریو د ملاتړ، متشثبو ښځو ته د پورو ورکړې او په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره په پام کې نیول شوي دي. د مالوماتو له مخې پیټرس اوستوبس دغه راز زیاته کړې چې اروپایي ټولنه په پام کې لري، د افغانستان په ۲۵۰ کلیو کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه د ۲۰ مېلیونه یورو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي کړي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په افغانستان کې دېرش زره تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.