د مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې، د هېواد د ګمرکونو له لارې زرګونو سوداګریزو محمولو تګ راتګ کړی دی. د خبر پاڼې له مخې د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې شوي؛ د ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته شوي، فساد له منځه وړل شوی، برېښنایي سکېنرونه او تلې فعالې شوي او توکي پر وخت او شفاف ډول طی مراحل کېږي. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د روان (۱۴۰۳) مالي کال په حمل میاشت کې د هېواد له ګمرکونو څخه د نږدې ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت، زرګونه وارداتي، صادراتي او ټرانزیټي محمولو تګ راتګ کړی، چې مجموعي وزن یې ۱.۷ میلیونه ټنو ته رسېږي.