په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د سرپرست حکومت له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه هېواد د سره صلیب جمعیت په افغانستان کې د سېلابونو له زیانمنو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده. ژاو شینګ پرون پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې هیله څرګنده کړې، چې په ناورین ځپلو سیمو کې مېشت افغانان ژر تر ژره له ستونزو خلاص او عادي ژوند ته راستانه شي. چین په داسې حال کې له افغانستان سره د یادې اندازې د مرستو خبر ورکوي، چې افغانانو سخت ژمی تېر کړی او اوسمهال هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه جریبه ځمکې زیانمنې شوې دي.