د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبیزو سرچینو د لیدو په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی. د یاد وزارت به وینا؛ سرپرست وزیر د مرغاب له سیند څخه د لېدنې پرمهال د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکاري ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې کلک هوډ لري. نوموړي دغهراز د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي او ورته د سپارل شوي مسوولیت د ښه ترسراوي په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.