د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري وايي، چې د اوولسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۹۳ قيراطه زمرد د ۲۰۴ زره ۹۰۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. امیري زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د شپاړسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۶ زره ۴۹۳ قيراطه زمرد د ۱۸۵ زره او ۱۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شوي وو.